IQNA

په غزې کې د وړوکی ماشوم  په زړه پورې غږ سره آذان (فیلم)

14:57 - April 15, 2024
د خبر لمبر: 3489049
ایکنا – د فلسطین یو وړونکی  ماشوم یامن المقید ، چې  په بیت لاهیا کې اوسیږي ، هره ورځ د خپل کور په بالکن یا برنډه کې  په  هغو جوماتونو کې  دمؤذن خالي ځاي ډکوي  او آذان ورکوي چې وحشي صهیونیسټانو پخپلو بې آمانه بمباریو کې په کنډوالو بدل کړي دي.

ایکنا نیوز د عربی پوست له قوله راپور راکوي،  د بیت لاهیا اوسیدونکی فلسطینی ماشوم یامن المقید هره ورځ د لمانځه  په وخت دخپل کور په برنډه یا بالکن کې آذان وائي  اوددغې سیمې د  جوماتونو له منارو څخه د  آذان د لوړ غږ خالي ځاي ډکوي ؛ هغه جوماتونه چې وحشي صهیونیسټي رژيم   په خپلو هراړخیزو یرغلونو او بمباریو کې  په کنډوالو بدل کړي دي.

بیت لاهیا  د یامن د ژوند کولو ځاي چې د اوسیدونکو له خوائي د ؛وړوکي مؤذن ؛ لقب  ترلاسه کړی،  هغه لومړنۍ سیمه ده چې  نیواکګرو صهیونیسټانو له طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې  له خپلو پښو لاندې  کړې او جوماتونه ،هستوګنې ودانۍ او نورو بیخ بینائۍ ئې په کنډوالو بدلې کړې.

 یامن په یوې مرکې کې   خپل دغه اقدام یو ویاړمن عمل ګڼي ځکه چې  یوازینی کس دی چې تر اوسه پورې  په خپلې هستوګنې کوڅې کې آذان وائي  او د خپلو ګاونډیانو ته د لمانځه وخت وریادوي.

 د یامن په وینا، دغه آئيډیا هغه مهال د هغه په ذهن کې راغله چې نیواکګرو د هغه داوسیدو په سیمې کې ټول جوماتونه بمباري کړل او  پوهه شول چې نور به د جوماتونو په نه شتون کې د آذان غږ تر غوږونو ونه رسیږي،او ډيری خلک  د لمانځه په وختونو نه پوهیږي.

یمن  د هغه کار په رابطه  د خپل خوب په باب چې ئې ترسره کوي، وائي، ډیر زر به ان شاالله  د الاقصی جومات له آزادولو وروسته هلته هم آذان ووائي.

  د واړه مؤذن  پلار محمد المقاید هم په خبرو کې ووئيل، د خپل زوي په دغه اقدام ویاړ احساسوي . دهغه په وینا، نیواکګر  د جوماتونو په ړنګولو سره  پخپل ټاتوبي کې  له اوسیدو څځه د غزې تړانګې د اوسیدونکوپه ناامید کولو  او د دوي د ویستلو لپاهر د زمینې په جوړولو پسې دي ، خو دغه خوب به ئې پوره نشي.   هغه ټينګار کو ي،  چې نیواکګران دجوماتونو په بمبارولو سره  مونږ  له آذان وئيلو او د لمانّځه له قایمولو  نشي منع کولی، مونږ له دې لارې  له خداوندکریم سره نوره هم نزدې کیږو.  هغه همداراز له بمابریو او کنډوالو سره سره  په غزې کې په پاتیکیدو او  نه وتلو ټینګار کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4210115

captcha